د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريكا د قازق مظاهرچیانو د ویشتلو امر غندلی


د قازقستان په الماتې ښار کې د څو ورځو تر مظاهرو وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه سهار ښار ارام او خالي برېښېده.
د قازقستان په الماتې ښار کې د څو ورځو تر مظاهرو وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه سهار ښار ارام او خالي برېښېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د قازقستان د ولسمشر هغه امر غندلی چې د حکومت مخالف مظاهره چیان دې "ځای پر ځای ووژل" شي.

نوموړي د جنورۍ پر نهمه اې بي سي ټېلېوېژن ته په مرکه کې وویل چې د قازقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایېف دا امر په دې اوسنۍ بڼه غلط دی او باید بېرته واخیستل شي.

بلېنکن وویل، امریکا په دې اړه وضاحت غواړي چې قازقستان ولې د خپل کورني تاوتریخوالي قابو کولو لپاره ضرورت درلود چې د روسیې په مشرۍ امنیتي ځواک ور وغواړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جنورۍ پر شپږمه روسیو رسنیو وویل چې د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان په قازقستان کې عملیات پیل کړي دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان یو پوځي اېتلاف دی چې د پخواني شوروي اتحاد یوشمېر هېوادونه یې غړي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو ریا نووستي او تاس د جنورۍ پر شپږمه وویل چې د روسیې په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو ټولي د الوتکو له لارې مرکزي اسیايي هېواد ته داخل شوي ول.

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د جنورۍ پینځمې پر ماخوستن د ګډ امنیتي تړون له سازمانه د مداخلې غوښتنه وکړه. په هغه سازمان کې روسیه، قازقستان، ارمېنیا، بېلاروس، قرغیزستان او تاجکستان شامل دي.

په عین وخت کې د قازقستان چارواکو د جنورۍ پر نهمه وویل چې د پرتشدد احتجاج قابو کولو لپاره یې په امنیتي عملیاتو کې نېږدې ۶،۰۰۰ کسان نیولي دي.

په قازقستان کې ۳۰ کاله وړاندې له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ راهیسې داسې پراخ احتجاجونه نه دي شوي.

مظاهرې لومړی د جنورۍ پر دویمه د تېلو په بیو کې د زیاتوالي ضد پیل شوې او وروسته خلکو د سیاسي اصلاحاتو غوښتنې هم وکړې.

XS
SM
MD
LG