د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې کډوالو کونسل: په ميليونونو افغانان مرستو ته اړتيا لري


په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ. انځور - ارشیف
په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ. انځور - ارشیف

د کډوالو لپاره کارکوونکې د ناروې د کډوالو کونسل د ملګرو ملتونو له هغې غوښتنې سره خپل غږ ملګری کړی چې وايي، په افغانستان کې دې د بشري ناورين لا زیاتېدو مخنيوي لپاره پینځه اربه ډالر مرسته وشي.

د دې کونسل مشر يان انګلينډ د جنورۍ پر ۱۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په ميليونونو افغانان خوراکي توکو او ژمنيو مرستو ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړې چې په کابل کې ډيری بې کوره شوي خلک په موقتي سرپناوو کې په ډېر بد يخ کې شپې سبا کوي.

په افغانستان کې طالبانو د اګست پر ۱۵مه حکومت ونيو. تر هغه وروسته اقتصاد خراب شوی او روزګار کم شوی. همداراز د دوی په رسميت نه پيژندو له امله بهرنۍ مرستې ودرېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG