په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د درغلۍ بېساري کچې ته رسېدلی دی.
دغو ګوندونو دا خبرې تر هغه وروسته کړي چې د جنورۍ پر ۲۵مه د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې په ډاګه کړه چې پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پخوا پرتله درغلي پکې زياته شوې ده.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر شاهد خاقان عباسی د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل: ((دا یوه قومی غمیزه ده. دا وړه خبره نه ده چې د حکومت څلور کاله په پوره کېدو دي، خو په کرپشن کې پرلپسې اضافه روانه ده. موږ چې په ۲۰۱۸ز کال کې حکومت پرېښی وو، دا نمبر ۱۱۷م وو.))
روڼتيا نړيوال سازمان پخپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال په درجه بندۍ کې پاکستان ۱۴۰مې درجې ته رسېدلی دی چې زيات کرپشن ورڅخه څرګندېږي.
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري پرون په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د پاکستان درجه د مالي درغلیو له وجې نه بلکې د رياستي عملدارۍ او د قانون د حاکميت د کموالي له وجې شاته تللې ده.