د عراق پوځ وايي په هوايي بریدونو کې یې د داعش ډلې لږ تر لږه نهه وسله وال وژلي دي.
عراقي پوځ د جنورۍ پر ۲۹ مه ناوخته په یو بیان کې ویلي چې د دوی په اند د داعش دغه مشکوک وسله وال په یو عراقي پوځي مرکز په وروستي برید کې ککړ وو.
د پوځ په وینا دوی په حاوي العظیم سیمه کې د دغه مجرمانه اقدام ترسره کوونکو وسله والو کره ځای معلوم کړی وو.
د عراق د ختیځې دیالا صوبې په حاوي العظیم کې د جنورۍ په ۲۱ مه په پوځي مرکز شوي برید کې لږ تر لږه ۱۱ عراقي پوځيان وژل شوي وو.
داعش وسله والې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق لویې برخې ونیولې او پکې یې له خپل فکر سره سم د مسلمانانو خلافت اعلان کړ.
خو د لویدیځ هېوادونو د ځواکونو په ملاتړ عراقي ځواکونو په ۲۰۱۷م کال کې یاده ډله د عراق له زیاترو سیمو وایستله.
اوس هم د بغداد او کرکوک په شاوخوا کلیوالو سیمو کې او همدا راز په دیاله او صلاح الدین صوبو کې د داعش ځینې وسله وال فعالیتونه کوي.