د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس شاوخوا ۳،۵۰۰ پېښې ثبت شوي


د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو له وجې پاکستان کور په کور واکسیني بهیر پیل کړی - انځور له ارشیفه
د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو له وجې پاکستان کور په کور واکسیني بهیر پیل کړی - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۳،۴۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر ۱۱مه ویلي چې په هغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۳۹ کسان مړه شوي چې ورسره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د مړو رسمي شمېر ۲۹،۶۸۷ ته رسېدلی دی.

ووبپاڼه وايي، په پاکستان کې د وبا له پیل راهیسې تر ۱،۴۷۷،۵۰۰ زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې ۱،۳۶۵،۵۱۸ کسان ورڅخه رغېدلي دي. په پاکستان کې د روان کال له پیل راهیسې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د وبا د پینځمې څپې کنټرولولو لپاره د فبرورۍ له دویمې څخه د دوو اوونیو لپاره د کووېډ-۱۹ واکسینو یو پراخ کیمپېن پیل کړ چې پکې روغتیاپالان کور په کور ګرځي او خلکو ته ستنې لګوي.

د کورونا واېرس د وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سینټر) له شمېرو سره سم د فبرورۍ تر ۱۰مې په هغه هېواد کې تر ۸۹،۸۵۳،۶۳۰ زیات کسان بشپړ واکسين شوي دي.

په پاکستان کی ولس ته د کورونا وایرس واکسین مفت ورکول کېږي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم د هغه هېواد ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG