د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتېن به د فبرورۍ په ۱۲مه د امریکایي ولسمشر جو بایډن او فرانسوي ولسمشر اېمانول مېکرون سره پر داسې مهال ټېلېفوني خبرې کوي چې ممکنه ده روس پر اوکراین د برید لپاره تیاری ونیسي.
د کرېملېن ویاند دیمیتري پیسکوف د فبرورۍ پر ۱۱مه ویلي چې د بایډن او پوتین د ټېلېفوني خبرو غوښتنه واشنګټن کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس له مخې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د دغو ټېلېفوني خبرو پخلی کړی. بلخوا له فرانسوي ولسمشر اېمانول مېکرون سره د ټېلېفوني خبرو تصدیق پیسکوف وکړ. دا له هغې وروسته ده چې دغه دواړو مشرانو د مسکو په لیدنه کې تر پينځو ساعتونو زیاتې خبرې وکړې.
د دغه ټېلېفوني خبرو انتظام له هغې وروسته وشو چې امریکایي چارواکو ویلي، روسیه له اوکراین سره نېږدې د یوې حملې د پېل لپاره لسګونه زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.
چارواکي وایي دغه حمله هر وخت او ان د ژمني اولمپېکس لوبو تر ختمېدو وړاندې هم کیدلای شي. بلخوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان ویلي که چيرې پر اوکراین د روس لخوا برید دوام ولري نو ممکنه ده دغه له هوایي بمباریو او میزایلي حملو څخه پېل شي چې پکې د زیاتو ولسي کسانو د وژل کېدو امکان شته او په داسې حالاتو کې له اوکراینه بهر وتل به ګران شي.
نوموړي په اوکراین کې پر امریکایانو غږ کړی چې په هر حالت کې دې له را روانو ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي.