د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو: اولاف شولڅ له ولاديمير پوتين سره د اوکراين پر سر خبرې کوي


د جرمني چانسلر اولاف شولڅ نن (فبرورۍ ۱۵مه) په داسې حال کې مسکو ته رسېدلی چې تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر او د بريتانيې دوو وزيرانو هم هلته سفرونه کړي ول.
د جرمني چانسلر اولاف شولڅ نن (فبرورۍ ۱۵مه) په داسې حال کې مسکو ته رسېدلی چې تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر او د بريتانيې دوو وزيرانو هم هلته سفرونه کړي ول.

د جرمني چانسلر اولاف شولڅ له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره د خبرو اترو لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

د نوموړي دا سفر د غربي هېوادونو د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د روسيې لخوا له اوکراين سره نېږدي د پوځ ځای پر ځای کولو پر سر راپورته شوې ترېنګلتيا راکمه کړي.

شولڅ نن (فبرورۍ ۱۵مه) په داسې حال کې مسکو ته رسېدلی چې تر دې وړاندې د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون او د بريتانيې دوو وزيرانو هم هلته سفرونه کړي ول.

نوموړی په داسې وخت کې روسيې ته تللی چې د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه مسکو ادعا وکړه چې د اوکراين له پولې څخه خپل ځينې عسکر خپلو پوځی مرکزونو ته ستنوي. دا د ترېنګلتيا کمولو په لړ کې لومړۍ ګام دی. دا واضحه نه ده چې روسيې چې د کومو عسکرو د پر شا کولو ادعا کړې، د هغوی شمېر څومره دی.

شولڅ د فبرورۍ پر ۱۴مه نېټه د اوکراین ولسمشر ولاديمير زېلينکسي سره د ليدو پر مهال پر روسيې غږ کړی وو چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي.

د امريکا د اټکل له مخې روسيې له اوکراین سره پر پوله ۱۳۰،۰۰۰ عسکر ځای پر ځای کړي دي. واشنګټن او بريتانيا وايي چې روسيه هر وخت کېدای شي پر اوکراين یرغل وکړي خو مسکو ويلي چې د اشغال هيڅ نيت نه لري.

د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه د اروپايي ټولنې لپاره د روسيې استازي خبرداری ورکړ چې مسکو په هغه صورت کې پر اوکراين کېدای شي یرغل وکړي که چیرې هلته پر روسي وګړيو په حمله کولو سره دوی راوپارول شي.

د روسيې ريا خبري اژانس د ولاديمير خېژوف په حواله وايي چې ترڅو دوی را ونه پارول شي، تر هغو پورې به پر اوکراين يرغل ونکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG