د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې له کوهي څخه د ماشوم راایستلو هڅې روانې دي


د سیمې یو اوسېدونکی وايي، پېښه په شهرصفا ولسوالۍ کې شوې ده.
د سیمې یو اوسېدونکی وايي، پېښه په شهرصفا ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان په زابل ولایت کې د هغه پینځه کلن ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي چې د برمې ۲۵ میټره ژور کوهي ته لوېدلی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي، ماشوم د فبرورۍ پر ۱۵په شهرصفا ولسوالۍ کې څاه ته ولوېد خو تر اوسه ژوندی دی او اواز یې بهر راووځي.

عصمت الله عمري وايي، د کوهي د کیندنې کار په زغرده روان دی خو په خبره یې په خاوره کې د ډبرو موجودګۍ دا چاره سخته کړې ده.

د فبرورۍ له ۱۶مې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې هم د هغه ماشوم انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG