د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټډ ترمینځ سیالي ده


د کراچۍ کېنګز یو لوبغاړی د توپ نیونې پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۶مې انځور.
د کراچۍ کېنګز یو لوبغاړی د توپ نیونې پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۶مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ په اتلولۍ کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټډ یو بل ته مخامخېږي.

په لاهور کې د فبرورۍ ۱۷مې سیالي د پېښور له وخت سره سم د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ملتان سلطانز د کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. کراچۍ کېنګز لوبډلې په لومړي بیټېنګ کې په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې ملتان سلطانز په اخري اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې جوړې کړې او سیالي یې وګټله.

ملتان سلطانز لوبډلې تر اوسه اته سیالۍ کړې دي چې پکې یې اووه ګټلې دي او په دې توګه د شپږو لوبډلو په قطار کې پر لومړي مقام ده. لاهور قلندرز له اووه څخه پينځه سیالۍ ګټلي او په دې ډول پر دویم، اسلام اباد یونایټډ له اووه سیالیو څخه د څلورو په ګټلو پر درېیم او پېښور زلمي له اتو سیالیو څخه د څلورو په ګټلو پر څلورم مقام دی.

د کوټې ګلیډیېټرز لوبډله پر پینځم مقام ده او تر اوسه یې له اتو سیالیو څخه درې ګټلې دي. خو کراچۍ کېنګز لوبډلې خپلې اته واړه سیالۍ بایللې دي.

د پي اېس اېل اتلولۍ په لړ کې د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

XS
SM
MD
LG