په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۳۱ نور کسان مړه شوي دي.
د کورونا وايرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه ويلي چې له دې سره په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې له ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۳۰،۰۴۰ ته رسېدلی دی.
ووبپاڼه زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱،۳۰۰ زیات نور کسان په وایرس اخته شوي چې ورسره د وړجنو مجموعي شمېر ۱،۵۰۱،۶۸۰ ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي چې په پاکستان کې نېږدې ۱،۴۰۴،۰۰۰ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه رغېدلي هم دي.
بل خوا په هغه هېواد کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير دوام لري.
د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر) پر ووبپاڼه ليکلي چې د فبرورۍ تر ۲۱مه سهار پورې په ټول هېواد کې تر ۹۴.۵ مېليونو زیات کسان بشپړ واکسين شوي دي.