هند سر له ننه (فبرورۍ ۲۲مه) افغانستان ته ۱۰ زره ټنه غنم لېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام د هندوستان د څانګې مشر بيشو پاراجولي تېره ورځ ناوخته له ال انډیا راډیو سره په مرکه کې په دې اړه معلومات ورکړل.
تمه ده چې دا ۱۰ زره ټنه غنم د واګې بندر له لارې په لاریو کې افغانستان ته یووړل شي.
د خوړو نړيوال پروګرام د هند له حکومت سره د همکاریو تړون ۱۰ ورځې مخکې لاسلیک کړی چې له مخې یې له افغانستان سره ټول ټال ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کېږي.
هند تر دې وړاندې هم د طالبانو د حکومت پر مهال له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.