د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پر مدرسې لاسي بم بريد پينځه کسان ژوبل کړي


د شمالي وزيرستان نقشه
د شمالي وزيرستان نقشه

د شمالي وزيرستان د ميرلی په عيدک سيمه کې پر يوې ديني مدرسې مخ پټو وسله والو لاسي بم بريد کړی چې پينځه کسان يې ژوبل کړي دي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو ضلعي مشر عقیق حسېن مشال راډيو ته ويلي چې دوو مخ پټو وسله والو نن (فبرورۍ ۲۲مه) په عيدک سيمه کې د "نظاميه مدرسې" له دروازې څخه په مدرسه کې دننه د ناستو خلکو پر غونډه لاسي بم بريد وکړ چې پينځه کسان پکې ژوبل شول. وسله وال تر پېښې وروسته وتښتېدل. د پوليس په وينا د نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې ده.

تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

دا بريد يوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه مازيګر د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې مخ پټو وسله والو په يوه لوبغالي کې دوه وروڼه په ډزو ووژل او وتښتېدل.

د شمالي وزیرستان خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو بریدونو مخه دې ونیسي. پولیس وايي، هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي خو بیا هم دا ډول بریدونه وخت په وخت ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG