د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوارځواکي او لوږه: "افغانستان کې دريو مياشتو کې ۱۳ زره نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي"


د افغانستان د کندهار ښار په يوه روغتون کې ځوارځواکي ماشومان د درملنې په حال کې. انځور له ارشيفه
د افغانستان د کندهار ښار په يوه روغتون کې ځوارځواکي ماشومان د درملنې په حال کې. انځور له ارشيفه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه غړې وايي، د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله په افغانستان کې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

په دغه سازمان کې د ارتباطاتو مدیرې بيرګیت شوارځ نن (مارچ ۱۸مه) په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ماشومان د خوارځواکۍ او له لوږې سره تړليو ناروغيو له کبله مړه شوي دي.

مېرمن شوارځ زياته کړې چې په افغانستان کې په اوسط ډول هره ورځ تر ۱۷۰ زيات ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هغې په وینا دغه هېواد فعاله مرکزي بانک ته اړتياوې لري او روانې مرستې کافي نه‌ دي.

تر دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان (یونېسېف) ويلي وو، که د افغان خوارځواکو ماشومانو د خوراکي اړتیاوو پوره کولو لپاره بېړنۍ مرستې و نه شي نو ګڼ ماشومان ښايي د مرګ له خطر سره مخامخ شي.

د یونېسېف افغانستان څانګې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه په بیان کې ویلي وو چې درې اعشاريه دوه ميليونه افغان ماشومان دا مهال د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG