د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې دوه پوځيان او پينځه پوليس وژل شوي، شپږ ژوبل


خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر ګاډي تر بريد وروسته يو پلټونکی د پېښې نوعيت معلوموي. انځور له ارشيفه
خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر ګاډي تر بريد وروسته يو پلټونکی د پېښې نوعيت معلوموي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمې جنوبي وزیرستان انګور اډې په سره کنډا سيمه کې تېر ماخستن (د اپريل پر ۱۱مه) په يوه وسله واله نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې د پوځ يو مېجر هم شامل دی.

بلخوا د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کلاچي تحصیل کې پرون ماښام (د اپریل پر ۱۱مه) په يو وسله وال برید کې پينځه پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

پولیسو تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو پر ګاډي توغندی ویشتل شوی دی.

د دواړو پېښو مسوليت لاقانونه ګرځول شوي ډلې "تحریک طالبان پاکستان" منلی دی.

په دا وروستيو کې وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا په ډېره اسمعيل خان او يوشمېر نورو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات کړي دي.

XS
SM
MD
LG