د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اپريل پر ۲۲مه له دريو وفاقي وزيرانو او يو وزير مملکت څخه سوګند واخیست.
د پاکستاني ولسمشر پر رسمي ټويټر پاڼه ليکل شوي چې د لوړې مراسم په ایوان صدر کې وشو.
په وفاقي وزيرانو کې ميا جاويد لطيف، چودري سالک حسين ، اغا حسن بلوڅ او محمد هاشم نوتیزي د مملکت وزیر په حيث سوګند وکړ.
په دغه موقع وزيراعظم شهباز شريف هم موجود وو.
وزیراعظم شهباز شريف د اپريل پر ۱۱مه د خپل کار لوړه کړې وه خو ولسمشر عارف علوي د ناروغۍ له وجې له هغه سوګند نه وو اخیستې.
ولسمشر علوي د وزيراعظم شهباز شريف له ۳۷ کسيزه وفاقي کابينې هم حلف نه وو اخیستي او لامل یې د نوموړي ناروغي ښودل شوې وه.