د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنځو هوايي ډګرونو د تړون په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوى قطر ته رسېدلى


قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي انځور
قطر ته د طالبانو د تللي پلاوي انځور

د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، څو د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د تړون په اړه خبرې اترې وکړي.

طالبان هیله ښيي چې قطر ته د تللي پلاوي د سفر په پایله کې به یې هغه ستونزې پای ته ورسېږي چې د کابل حامد کرزي او پنځو نورو هوايي ډګرونو د تخنیکي چارو مدیریت یو نړیوال شرکت ته سپاري. قطر ته د کابل د هوايي ډګر د مدیریتي چارو د قرارداد د سپارلو په اړه د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستیال عبدالغني برادر له امر وروسته، یاد پلاوی دوحې ته رسېدلی.

د دې پلاوي مشري د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده کوي او په کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا او د ملي دفاع وزارت مرستیال مالي خان شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دا پلاوی به له قطري چارواکو سره پر ټولو هغو ستونزو خبرې وکړي چې د هوايي ډګرونو د تخنیکي مدیریت په برخه کې پاتې دي.

وړاندې داسې راپورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې ادعا وشوه، قطري ځواکونه د کابل په هوايي ډګر تمرینات کوي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړل.

XS
SM
MD
LG