امریکا او اروپايي ټولنې د الجزیرې ټېلېوېژن د خبریالې شیرین ابو عاقلې د وژنې د خپلواکه پلټنو غږ کړی دی.
نوموړې په مقبوضه غربي څنډه کې د خپل کار پر مهال د اسراییلي پوځ په چاپه کې ووژل شوه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي چې د عربي ژبې چینل د نومیالۍ فلسطیني الاصلې امریکایۍ خبریالې د وژنې "شفافه پلټنې" دې وشي. لېنډا تامس-ګرېنفېلډ زیاتوي چې امریکا "دواړه خواوې هڅوي چې په تحقیقاتو کې برخه واخلي" چې "معلومه شي چې دا پېښه ولې وشوه."
بلخوا اروپايي ټولنې د ابو عاقلې وژنه غندلې او د خپلواکه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده. ټولنې تر پېښې وروسته په یوه بیان کې ویلي چې د کار پرمهال د خبریالانو په نښه کول د "منلو وړ نه دي."
۵۱ کلنه شیرین ابو عاقله د مې پر ۱۱مه سهار مهال په جنین وړوکي ښار کې په مرمۍ تر لګېدو وروسته مړه شوه.
په بیت المقدس کې د القدس ورځپاڼې یو بل خبریال هم د چاپې پرمهال ژوبل شوی خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
قطر مېشتي الجزیره ټېلېوېژن پر اسراییلو د ابو عاقلې د وژنې تور پورې کړی دی.
اسراییلی پوځ وايي، پر سرتېرو یې په جنین کې د عملیاتو پرمهال برید وشو او دوی ځوابي کارروايي وکړه. پوځ له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې پلټنې کوي.