د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر: له ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې روانې دي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د پاکستان یو حکومتي وفد په قطر کې د پیسو د نړیوال صندوق ( ايي اېم اېف) له چارواکو سره د مې پر ۱۸مه، خبرې پیل کړې دي.

د پاکستان د خزاني وزارت نن (د مې ۱۸مه) پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د خزاني د وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په مشرۍ کې یوې حکومتي ډلې د ايي اېم اېف له مشرانو سره د هغه مالي فنډ پر ورکولو خبرې پیل کړې دي چې په هغه هېواد کې د اقتصادي اصلاحاتو په عمل کې د ځینو خنډونو او د وروستي خراب اقتصادی صورتحال له وجې د ځنډ ښکار شوې دي.

ايي اېم اېف تېره میاشت پاکستان ته د پور د بل قسط ورکولو په اړه خبرې په داسې حال کې ودرولې وې چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک کامیابه شو او حکومت یې ړنګ شو. خو مفتاح اسماعيل د اپرېل پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي وو چې د ده مقصد له ايي اېم اېف څخه يو ارب ډالر ترلاسه کول دي چې په وينا یې، د راتلونکي مالي کال د بجټ لپاره تیاری پرې وکړای شي.

دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر بیه نږدې ۲۰۰ روپو ته رسېدلې ده. په کراچۍ کې د مالي چارو د شننې ادارې میټېس ګلوبل د مې پر ۱۸مه پرخپله وېبپاڼه لیکلي چې په هغه هېواد کې د یو امریکایي ډالر بیعه ۱۹۹ روپۍ او ۵۰ پېسو ته لوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG