د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړی او د هند غوره ليګ (ای پي اېل) د ګجرات ټایټنز لوبډلې مرستیال کپتان راشد خان ویلي دي چې په سیالیو کې یې بریا د "سخت محنت پایله" وه.
دا خبره نوموړي د مې پر ۲۹مه تر هغې وروسته وکړه چې ګجرات ټایټنز، راجستان رایلز ته د ای پي اېل په پایلوبه کې ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۲ز کال د ای پي اېل فاینل د ګجرات په احمداباد کې په نرېندرا مودي سټيډيیم کې وشو.
فاينل ته د ګجرات لوبډلې په رسولو کې افغان لوبغاړي د راشد خان ښه بالينګ هم رول درلود. هغه تر پايلوبې وروسته رسنيو ته وويل چې ډېر خوښ دی چې د اتلې لوبډلې برخه دی.
راجستان رایلز لومړی بېټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړي. ګجرات لوبډلې دا هدف د دريو لوبغاړو په اوټ کېدو په ۱۹م اورو کې پوره کړ.
د اتلې لوبډلې، مشر هرديک پانډيا د ښه بالېنګ او بېټينګ له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د ټورنامنټ د ښه لوبغاړي جايزه د راجستان رايلز جاس بټلر ته ورکړل شوه چې په دې سیاليو کې یې ۸۶۳ رنز کړي ول.