د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري د ايران په دوه ورځني سفر تهران ته تللی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر د جون پر ۱۴مه په دوه ورځني سفر ایران ته رسېدلی دی.

د دې هېواد سرکاري خبرې اژانس (اې پي پي) پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امير عبداللهيان پر تهران هوايي ډګر د بلاول بوټو زرداري هرکلی وکړ او وروسته دواړه مشران پر دوه اړخېزو چارو سره وغږېدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۱۳مه نېټه په يو بیان کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري به د ايران له ولسمشر ابراهيم ریيسي سره هم ملاقات کوي.

بیان زیاتوي چې په ليدنو کې به پر دوه اړخيزه امنیت، تجارت، له ايرانه پاکستان ته د بجلۍ واردولو، پر پوله د بازارونو جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمينځ د سړک او رېل لارو باندې خبرې اترې کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت زياتوي چې دواړه لوري به پر سيمه ييز امنيت، په ځانګړې توګه په افغانستان او سوهېلي اسيا کې پر روان حالت هم خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د دواړو هېوادونو په ګاونډ افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او يوشمېر افغانان پاکستان او ايران ته د اوښتو هڅه کوي.

د روان ۲۰۲۲ز کال په اپرېل مياشت کې د بهرنيو چارو وزير جوړېدو وروسته دا ايران ته د بلاول بوټو زرداري لومړی سفر دی. نوموړي په داسې حال کې تهران ته سفر کړی چې ايران او پاکستان سږ کال (۲۰۲۲ز) د دوه اړخيزو سفارتي اړيکو ۷۵مه کليزه هم لمانځي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پخوانی وزير شاه محمود قريشي د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د سفر پر مهال د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه نېټه تهران ته تللی و او هلته يې د ايران له ولسمشر ابراهيم رييسي سره د افغانستان د بدل شوي حالت او راتلونکې په اړه پر خبرو سربېره د ايران او پاکستان پر دوه اړخيزه چارو هم خبرې کړې وې.

تر هغه را وروسته ځينو لوړ رتبه ايراني مشرانو هم پاکستان ته سفرونه کړي ول چې يو له هغو يې د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې د ايراني پوځ د مشر جنرال محمد باغيري په مشرۍ د يو لوړ رتبه پلاوي درې ورځنی سفر و.

پاکستان او ايران شاوخوا ۹۰۰ کلوميټره شريکه پوله لري چې پر دې باندې وخت ناوخته د نشيي موادو او انساني قاچاق په ګډون د ترهګرۍ پېښې رامنځ ته کېږي.

بلخوا د دواړو هېوادونو تر مينځ پر شريکه پوله د کټارو لګولو کار څه باندې نيمايي ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي چې په دې ګام سره به پر پوله امنيت نور هم ټينګ شي او د ترهګرۍ د پېښو مخه به ونيول شي.

XS
SM
MD
LG