د روسيې ځواکونو پر دونباس سيمه خپلو بمباريو ته دوام ورکړی دی. بلخوا اوکرايني چارواکي وايي چې د هېواد په ختيځ کې د جګړې د ټولې لومړۍ کرښې په اوږدو کې حالت ډېر زيات کړکېچن دی.
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې مسکو د اروپايي کمېشن هغه پرېکړې ډېر وارخطا کړی چې اوکراين ته يې د اروپايي اتحاديې د نوماند حيثيت ورکړ.
بلخوا د اوکراين د ختيزې سيمې لوهانسک پوځي ګورنر سېرګې هېدې ويلي چې اوکراينيو ځواکونو د سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو دفاع جاري ساتلې چيرې چې د هغه په وينا تر ټولو مشکله جګړه روانه ده.
هېدې پر ملي ټېليويژن وويل چې روسيو ځواکونو د سېوېرودونېڅک د زياتره برخو کنټرول تر لاسه کړی خو پر ازوت کيمياوي کارخانې لا هم زيات کنټرول نه لري چيرې چې له اوونيو راهيسې سلګونو ولسي وګړو پناه اخيستې ده.
اوکراين د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴مه د روسي يرغل تر پيلېدو څو ورځې وروسته د اروپايې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کولو لپاره درخواست وکړ. د اروپايې اتحاديې د ټولو ۲۷ غړيو هېوادونو مشران به د جون پر ۲۳مه او ۲۴مه کېدونکې سرمشريزه کې پر دريو درخواستونو غور کوي.