د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورېل د ایران پر ایټمي تړون د ږغېدو لپاره تهران ته رسېدلی دی.
تمه کېږي چې نوموړی به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د جون پر ۲۵مه، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسېن امیر عبداللهیان او نورو ایرانیو چارواکو سره لیده کاته وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر د دې سفر هدف د ایران او نړیوالو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال د تړون ژوندي کولو هڅه ده.
جوزف بورېل د جون پر ۲۴مه ناوخته تهران ته تر رسېدو وړاندې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روان تاوتریخوالي ختمولو او د دې تړون د پوره عملي کولو یوازېنۍ لار ډپلوماسي ده.
د دې تړون له مخې ایران د نړیوالو بندیزونو د نرمۍ په بدل کې د خپل ایټمي پروګرام محدودولو ژمنه کړې وه خو د دې معاهدې عملي کېدل له هغه وروسته له خنډ سره مخامخ شو چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له دې تړونه د وتلو اعلان وکړ.