د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېم اېف کاري ډله د پاکستان له حکومت سره د پور پر بحالۍ سلا شوې


ای اېم اېف وايي که موافقه منظور شي نو پاکستان ته به د څه باندې یو ارب ډالرو پور ورکړي - پخوانی انځور.
ای اېم اېف وايي که موافقه منظور شي نو پاکستان ته به د څه باندې یو ارب ډالرو پور ورکړي - پخوانی انځور.

د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ویلي دي چې چارواکو یې د پاکستان حکومت له پلاوي سره هغه هېواد ته د پور پر بحالولو موافقه کړې ده خو وروستۍ منظوري به یې د هغې نړیوالې مالي ادارې د مشرتابه ډله (اېګزېکېټېو بورډ) کوي.

ای اېم اېف د جولای پر ۱۳مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې دواړو خواوو د پاکستان د اقتصادي پروګرام د اووم او اتم پړاو بیاکتنې په اړه خبرې نهايي کړې.

په بیان کې راغلي دي چې د اې اېم اېف د چارواکو د پلاوي مشري نتان پورټر کوله چې د خبرو په پای کې یې وویل، "د ای اېم اېف کاري ډله له پاکستانیو چارواکو سره موافقې ته رسېدلې" ده. د نوموړي په خبره، دا یوازې د ای اېم اېف "د چارواکو د کچ" موافقه ده چې باید یې د پیسو نړیوال صندوق د "مشرتابه ډله منظوره" کړي.

پورټر ویلي دي چې تر منظورۍ وروسته به ای اېم اېف پاکستان ته شاوخوا "۱.۱۱۷ اربه امریکايي ډالر" پور ورکړي چې ورسره به هغه هېواد ته له پروګرام سره سم، ټول پور "۴.۲ اربه ډالرو" ته ورسېږي.

د پاکستان د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل هم د جولای پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې د پیسو نړیوال صندوق له کاري ډلې سره موافقې ته رسېدل تایید کړي دي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي اصلاحاتو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو. همدا لامل وو چې ای اېم اېف هغه هېواد ته د پور د بل قسط ورکړه ځنډولې وه.

خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون په پای کې وویل چې ای اېم اېف به "ژر ورته د دوه اربه ډالرو پور" قسط ورکړي.

XS
SM
MD
LG