د پاکستان د انرژۍ وزارت يو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د سکرو یا کویلې اخيستلو په اړه خبرې کوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پېټروليم وزارت وياند عصمت الله برهان د جولای پر ۱۶مه امريکا غږ راډيو ته ويلي چې دواړه خواوې د سکرو د تجارت پر اړونده مسایلو غږېږي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د يو ټن سکرو ګمرکي محصول (کسټم ټیکس) له ۲۰۰ څخه ۲۸۰ امریکايي ډالرو ته لوړ کړی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف تېره میاشت ويلي ول چې له افغانستانه د "لوړ معيار سکاره" د ډالرو پر ځای په روپيو اخلي.
نوموړي زیاته کړې وه چې هغه سکاره ورته له نورې نړۍ ارزانه پرېوځي چې له وجې به یې د ده په وینا، پاکستان ته د ارزانه بجلۍ له پيداکولو سره هر کال ۲.۲ اربه ډالر ګټه رسېږي.