د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ مذاکرات کېږي


په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو ضد پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د جولای ۳۰مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو ضد پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د جولای ۳۰مې انځور.

ټاکل شوې چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د احتجاجي ناستو د مشرانو او حکومتي پلاوي ترمینځ د مذاکراتو بل پړاو ترسره شي.

د جولای پر ۳۱مه خبرې پر داسې مهال کېږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د دواړو خواوو ترمینځ مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.

په میرلي او د میرامشا د خبریالانو له مرکز سره د دوو پرلتونو ګډونوال له انتظامیې غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې امنیت باوري کړي او په حملو کې دې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د جولای پر ۳۰مه د پرلتوالو او د انتظامي او امنیتي چارواکو ترمینځ د خبرو دوه پړاوه ترسره شول خو نتیجه یې ور نه کړه.

د پرلتوالو یوه مشر ملک ربنواز وزیر له حکومتي پلاوي سره د خبرو پر وخت ورڅخه د امنیت غوښتنه وکړه. "امنیت به [حکومت] راولي لکه د اسلام اباد او لاهور په څېر. موږ ته به نه وایاست چې امن راولئ."

پرلتوالو د شمالي وزیرستان د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد علي خان په مشرۍ حکومتي پلاوي ته وویل، تر هغو چې د امنیت لپاره کوټلي اقدامات نه وي شوي، احتجاج نه ختموي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر شاهد علي خان د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې پرلتوالو ته یې د هغوی د غوښتنې پوره کېدو ډاډ ورکړی دی.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې لومړی احتجاجي پرلت د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر وژنې وروسته پیل شو. تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ وروسته په میرامشا کې هم پرلت پیل شو.

روان کال په هغه قبایلي ضلع کې ټول ۳۸ هدفي بریدونه شوي دي چې پکې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران، سیاستوالان، مدني فعالان او امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونه وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. پوځ‌ د جولای پر ۲۳مه وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسله وال وژلي او درې نور یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG