په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت ویلي چې په یوه اوونۍ کې یې د کانونو او تیلو له لارې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړي دي.
باختر اژانس د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت په حواله لیکلي چې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ چې درې اعشاریه نهه میلیونه ډالره جوړېږي، عاید یې د تیلو د سکتور او د نورو کانیزو پروژو له لارې ترلاسه کړي دي.
د راپور په اساس تېره میاشت کې طالبانو د کانونو له درکه ۱۸۴ میلیونه افغانۍ عاید ټول کړي ول.
د کانونو د برخې پوهان اندېښمن دي چې د طالبانو حکومت په پراخه کچه له اساسي ارزونو پرته د کانونو کېندل پيل کړي او تړونونه یې کړي چې ښايي په اوږدمهال کې ستونزې پيدا کړي.