د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټرانسپورټ، زراعت او تعمیراتي صنعتونو کې د همکارۍ پر زیاتولو سلا شوي دي.
دا خبره د روسیې د ولسمشر ماڼۍ کریملېن د اګست پر پنځمه ناوخته په یو بیان کې کړې ده.
بیان زیاتوي چې پر اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سربېره دواړو مشرانو د ترکيې او روسیې اړیکو ښه کولو لپاره خپله ګډه اراده تکرار کړې ده.
کریملېن زیاتوي چې ولسمشر پوتین او د هغه ترکي سیال اردوغان اقتصاد ، انرجۍ او سوداګرۍ ته د ودې ورکولو ژمنه کړې ده.
تاس اژانس رپوټ ورکړی چې دواړو مشرانو له اوکراین څخه د غلې د برامدولو په ګډون له روسیې څخه هم بې له څه ځنډه د غلې برامدولو په اړه د استنبول لوظنامې پر عملې کولو ټینکار کړی دی.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې ولسمشر پوتین او اردوغان په سوریه یا شام کې د ترهګرو ډلو خلاف د کار کولو هوډ تایید کړی.
انټرفیکس خبري اژانس بیا د روس د مرستیال وزیراعظم الېکساندر نوواک له خولې لیکلي چې دوی د روسي ګیس د قمیتونو څه برخه روبل ته پر اړولو سلا شوي.
د دواړو مشرانو ترمنځ دغه غونډې د تورسمندرګي په ساحلي ښارګوټي سوچي کې تر څلورو ساعتونو دوام وکړ.
د دغه غونډې په پیل کې ولسمشر پوتین خپل ترکي سیال ولسمشر اردوغان ته دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړیکو د پراخولو پر یوې لوظنامې د لاسلیکولو تمه هم لري.