امريکا او اروپايي اتحادیې د اګست پر ۱۶مه ويلي چې د ايران هغه ځواب ارزوي چې له غربي قدرتونو سره یې د ايټمي لوظنامې د بیا ژوندي کولو لپاره حتمي متن ورکړی دی.
تهران ويلي چې دوی په دې اړه خپل نظر د اروپايي اتحادیې د خبرو همغږېکوونکي ته يوه ورځ له مخه سپارلی دی.
واشنګټن هم ويلي چې د اروپايي اتحادیې لوړپوړي ديپلومات جوزيف بوريل ته یې خپل ځواب استولی دی.
ويل کيږي چې د دې ممکنه لوظنامې له کبله د اګست پر ۱۶مه په نړيواله کچه د تيلو قيمتونه مخ په کمېدو وو. له دوو کلونو راهیسې دا لوظنامه چې امريکايي ولسمشر جو بايډن یې د خپلې دندې د پيل په وخت د بيا ژوندي کولو ژمنه کړې وه، په ټپه ولاړه وه.
د ايران د رسمي او نيمه رسمي خبري اژانسونو تر مخه، داسې ښکاري چې لوظنامه به وشي. ايرنا اژانس ويلي چې که امريکا د ايران ځواب ته د واقعيتونو په درک کولو سره غبرګون وښيي نو دا توافق به وشي.