د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ټرافیکي پېښه کې ۹ سرتېري وژل شوي دي


د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په باغ کې زیاتره لارې خرابې دي چې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي - پخوانی انځور.
د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په باغ کې زیاتره لارې خرابې دي چې د ټرافیکي پېښو لامل کېږي - پخوانی انځور.

پوځ وايي، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډي خوړ ته د پرېوتو په پېښه کې نهه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۲۱مه په بیان کې ویلي دي چې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د پوځ ګاډی په ګزمه وو چې د کشمیر د باغ سیمې په شجاع اباد کې خوړ ته وغورځېد چې پکې څلور سرتېري ژوبل هم شول.

بیان وايي، د وژل شویو سرتېرو جنازه د اګست پر ۲۱مه د منګلا په چاوڼۍ کې وشوه او وروسته جسدونه پلرنیو کلیو ته ولېږدول شول.

د پاکستان او د کشمیر وزیراعظمانو شهباز شریف او سردار تنویر الیاس خان پر ټوېټر په بیانونو کې په پېښه کې پر مرګژوبله خپګان ښوولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG