د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو له کبله د تازه سېلاوونو اټکل شوی


افغانستان کې په دا وروستيو کې د زياتو اورښتونو له کبله په يوشمېر سيمو کې سېلاوونه راغلي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۱۵مه د ننګرهار ولايت انځور
افغانستان کې په دا وروستيو کې د زياتو اورښتونو له کبله په يوشمېر سيمو کې سېلاوونه راغلي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۱۵مه د ننګرهار ولايت انځور

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې په ۲۵ ولایتونو کې د بارانونو له وجې د تازه سېلاوونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې پرون وویل، ښايي نن او سبا (د اګست پر ۲۶مه او ۲۷مه) د افغانستان په اکثرو شمالي، مرکزي، ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو کې سېلاوونه راشي.

په هغه هېواد کې په تېره یوه میاشت کې سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پرون (د اګست پر ۲۵مه) د کندهار په سپین بولدک کې د سېلاو له وجې د چمن لاره تړل شوې وه.

د طالبانو حکومت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې ژغورندویه او مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني پرون مشال راډیو ته وویل، تازه سېلاوونو په میدان وردګ، غزني، کندهار، اوروزګان او لغمان کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تېره یوه میاشت کې په سېلاوونو کې ټول ۱۸۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG