د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايمنسټي انټرنيشنل وايي ايران او ترکيې ځواکونو ۱۴ افغانان وژلي


پر سرحد ولاړ د ترکیې او ايران سرتيري
پر سرحد ولاړ د ترکیې او ايران سرتيري

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر ایراني او ترکي ځواکونو تور پوری کړی چې په پرله پیسې ډول افغانان له خپلو سرحدونو په شا تنبوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د ترکیې او ايران پوله ساتي سرتيري پر هغه سړو، ښځو او ماشومانو ډزې کوي چې غواړي ځان محفوظو ځایونو ته ورسوي.

ايمنسټي انټرنيشنل د اګست په ۳۱مه په یو راپور کې وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو لخوا د ۱۱ او ترکیې ځواکونو له خوا د ۳ افغانانو د وژنې پیښې یې ثبت کړې دي. د حقونو د دفاع دې ډلې ویلي چې په دوی کې یو هم د امنیتي ځواکونو یا نورو لپاره د مرګ ژوبلې ممکنه خطر نه جوړاوه چې د نړیوال قانون او معیارونو سره سم یې پر ضد وسلې کارول شوی وی.

سازمان په ایراني او ترکي چارواکیو غږ کړی چې سمدستي د افغانانو د شړلو، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو ته د پای ټکې کیږدي او دا خبره یقیني کړي چې هغه ټول افغانان د پناه غوښتنې پروسې ته لاس رسې ولري چې د امنیت په لټه کې دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه طالبانو په زور حکومت نيولی. له هغو وروسته په زرګونو افغانان د ښه او خوندي ژونه په لټه نورو هېوادونو ته کډه کېدل شروع شوي دي.

XS
SM
MD
LG