د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له سېلابونو د وژل شويو شمېر شاوخوا ۲۰۰ ته لوړ شوی


په ننګرهار کې د سېلابونو حالت (انځور د ۲۰۲۲ کال د اګست د ۱۵مې دی)
په ننګرهار کې د سېلابونو حالت (انځور د ۲۰۲۲ کال د اګست د ۱۵مې دی)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۹۴ ته رسېدلی.

په کابل کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت وياند محمد نسیم حقاني د سېپټمبر پر لسمه،‌ رسنيو ته په لېږدولیو معلوماتو کې وويل چې په بېلابېلو ولایتونو کې په زرګونو کورونه هم د سېلابونو له وجې ويجاړ شوي دي.‌

هغه زیاته کړه چې "د سېلابونو له امله ۱۹۴کسان شهیدان، ۲۶۵ټپيان، ۱۲،۰۸۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي. څه د پاسه ۹،۰۰۰ څاروي هم وژل شوي دي."

د طالب چارواکو په وينا، په افغانستان کې د جون له میاشتې راهیسې سېلابونو، له ۲۹،۰۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه هم خرابه کړې ده.

XS
SM
MD
LG