د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زېلېنسکي: روسيه بايد پر اوکراين د يرغل له امله سزا شي


 د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکراين د ولسمشر وولاديمير زېلېنسکي ثبت شوې وېډيويي وينا واورول شوه.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د اوکراين د ولسمشر وولاديمير زېلېنسکي ثبت شوې وېډيويي وينا واورول شوه.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۲۱مه ويلي، د ملګرو ملتونو ځانګړی عدالت دې روسیې ته پر اوکراین د یرغل له امله سزا ورکړي.

نوموړي دا غوښتنه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په يوې وېډيويي وينا کې له هغه څو ساعته وروسته کړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډڼ مسکو تورن کړ چې په خبره يې، د ظالمانه او غیر ضروري جنګ په کولو یې د ملګرو ملتونو د منشور د مهمو اصولو بېشرمانه سرغړونه کړې ده.

ولسمشر زېلېنسکي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې روسیه بايد په غير قانوني توګه د اوکراین د خاورې د نيولو او د زرګونه خلکو د وژلو لپاره سزا شي.

د نوموړي تر خبرو څو ساعته وړاندې د روسيې ولسمشر وولوديمیر پوتين د احتیاطي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د هغې په ترڅ کې د اټومي وسلې کارولو دړکه ورکړه.

بلخوا ولسمشر بایډن ویلي چې د روسيې يرغل د يوه هېواد او يا هم رياست په توګه د اوکراین د موجودګۍ حق له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG