د مسکو تر ولکې لاندې د اوکراین په څلورو سیمو کې له روسيې سره د یو ځای کېدو لپاره تش په نوم ټولپوښتنې دوام لري.
اوکراین، غربي نړۍ او ملګرو ملتونو د سېپټېمبر پر ۲۳مه پیل شوې ټولپوښتنې "دوکه" او د نړیوالو قوانینو "سرغړونه" بللې دي.
تولپوښتنې د مسکو تر جزوي ولکې لاندې د اوکراین په لوهانسک، دونېڅک، خېرسون او زپورېژیا سیمو کې په داسې حال کې کېږي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه شخړه روانه ده. په اوکراین کې روانې ټولپوښتنې د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.
ځینو ځايي چارواکو ادعا کړې چې روسيې د دې سيمو رایې ورکوونکي ګواښلي دي خو مشال راډيو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.
بلخوا د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر نړیوالو غږ کړی چې د روسیې له لوري د تش په نوم ټولپوښتنو په مټ د اوکراينۍ خاورې د لاندې کولو هڅې دې وغندي.
پر دې سربېره چې د ټولپوښتنو لپاره خپلواکه څارونکي نه شته، له سيمو يې د جګړې تر پیل مخکې ځينې کورنۍ نسبتاً ارامو ځايونو ته کډه شوې دي.
د اوکراین څلور سیمې چې ټولپوښتنې پکې روانې دي، د هغه هېواد ۱۵ فیصده برخه جوړوي.
روسيې سږ کال د فېبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه دواړو خواو ته زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.