د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو هېوادونو د ۲۰ اووریزه سیالیو د اتلولۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلادېش ته ماتې ورکړې ده.
سیالي د اکتوبر پر اوومه د کوربه نیو زیلینډ په کرایسټچرچ کې وشوه چې پکې لومړی بیټېنګ پاکستانۍ لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري محمد رضوان ۷۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد. بل لوبغاړي شان مسعود ۳۱ او کپتان بابر اعظم ۲۲ منډې وکړې.
په ځواب کې د بنګلادېش لوبډلې په ۲۰ اوورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې جوړې کړای شوې. د هغې لوبډلې یاسر علي ۴۲، لېټن داس ۳۵ او عفیف حسین ۲۵ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري محمد وسیم په څلورو اوورونو کې درې بنګلادېشي لوبغاړي وسوځول.
د اکتوبر پر اتمه د پاکستان لوبډله له نیو زیلینډ سره سیالي لري چې د پېښور پر وخت د سهار پر ۱۱ او د کابل پر ۱۰ نیمو بجو پیلېږي.
د درې هېوادونو، پاکستان، بنګلادېش او نیو زیلینډ د سیالیو دا اتلولي د اکتوبر پر ۱۴مه، د ۲۰ اووریز نړیوال جام تر پیلېدو دوه ورځې مخکې پای ته رسي.
د نړیوال جام سیالۍ په ګاونډي هېواد اسټرالیا کې کېږي چې پکې به افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر ۲۲مه له انګلینډ او پاکستان به یې د اکتوبر پر ۲۳مه له هند سره کوي.