د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې د اوکراین پر ۴۰ ځایونو بريدونه کړي دي


د روسيې توغنديو په پلازمېنه کييف کې مهم اساسي جوړښتونه په نښه کړي دی. د اکتوبر پینځمې انځور
د روسيې توغنديو په پلازمېنه کييف کې مهم اساسي جوړښتونه په نښه کړي دی. د اکتوبر پینځمې انځور

اوکرایني چارواکي وايي، روسیو ځواکونو د توغندیو په بریدونو کې د اوکراین تر ۴۰ زیات ښارونه او ښارګوټي په نښه کړي دي.

د چارواکو په خبره، د اکتوبر پر ۱۳مه د توغنديو په حملو کې په پلازمېنه کييف کې مهم اساسي جوړښتونه په نښه شوي دي. د کییف سیمه يیز ګورنر اولېکسي کولېبا ويلي چې بریدونه د ایران جوړو کړیو بې پیلوټه الوتکو په واسطه شوي چې د "کامېکاز ډرونز" په نوم پېژندل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د روسیې له خوا د څلورو اوکراینیو سیمو الحاق ناقانونه بللی دی.

چارواکي وايي، د اکتوبر ۱۳مې توغندیو تر بریدونو سمدستي وروسته ژغورندویان د پېښو ځایونو ته رسېدلي دي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر مرستیال مشر کېریلو تېموشېنکو ويلي چې بې پیلوټه الوتکو مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړل خو د چارواکو په وينا، مرګژوبله يې نه ده اړولې.

تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۰مه او ۱۱مه هم روسیو ځواکونو په اوکراین کې پر یوشمېر ښارونو او سیمو حملې کړې وې.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر ۱۰مه په خبرو کې د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو بریدونو ته "د اوکراین ترهګرو حملو بدل یا غچ اخیستو" نوم ورکړ. پوتین د روسیې تر واک لاندې کریمیا ټاپووزمې ته پر تلونکي ۱۸ کېلومیتره اوږد پل د اکتوبر اوومې حمله د "اوکراین ترهګر عمل" بللی.

هغه پل روسیه او کریمیا سره نښلوي چې چاودنې یې یوه برخه زیانمنه کړې وه. خو ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اکتوبر پر ۱۰مه تور پورې کړ چې روسیه د بریدونو په کولو "دولتي ترهګري" کوي او د اصلي خبرو مخې ته "خنډ" دروي.

روسیې د اوکراین پلازمېنه او نور ښارونه په نښه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د روسيې د اقدام ضد د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک

په اوکراین کې تازه بريدونه تر هغې یوه ورځ وروسته شوي چې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې (جنرل اسمبلۍ) په غوڅ اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې یې د مسکو له خوا د اوکراین د خاورې الحاق "غیر قانوني" بللی او د اوکراین متحدینو د لا زياتو پوځي مرستو لېږدولو ژمنه کړې ده.

د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۳ غړو له درو برخو څخه زیاتو کسانو د هغه قرارداد په حق کې رایې ورکړې چې د مسکو اقدام ناقانونه بولي.

د پرېکړه لیک په مخالفت کې د روسیې تر څنګ یوازې شام (سوریې)، نېکاراګوا، شمالي کوریا او بېلاروس رایې ورکړې.

۳۵ هېوادونو خپلې رایې و نه کارولې چې پکې پاکستان، هند، چین او جنوبي افریقا هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر ټوېټر لیکلي چې د ۱۴۳ هېوادونو منندوی دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د هغه تاریخي قرارداد په حق کې یې رایې ورکړې او و یې ښووله چې "د روسيې له خوا د اوکراین سیمې له ځان سره تړل بې معنا کار دی."

د پرېکړه لیک په متن کې راغلي چې د روسیې له خوا د اوکراین "په نړیوال پیژندل شویو سرحدونو" کې د ټولپوښتنو کولو او د "ناقانونه" الحاق هڅې غندي.

ولسمشر پوتین په سېپټېمبر کې له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو دونېڅک، لوهانسک، زپورېژیا او خېرسون د یوځای کولو اعلان کړی وو.

په پرېکړه لیک له ملګروملتونو او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه شوې چې د روسیې له خوا د پولو په اړه اعلان شوي بدلونونه دې نه مني او مسکو دې په "سمدستي او غیر مشروطه توګه" له خپل اقدامه په شا شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG