د لاسرسي ځای

تازه خبر

نمېبیا د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام لومړي پړاو کې سري لنکا ته ماته ورکړه


نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوررونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې - د اکتوبر ۱۶مې انځور.
نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوررونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې - د اکتوبر ۱۶مې انځور.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړیوال جام د لومړي پړاو په سیالۍ کې نمېبیا سري لنکا ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړې ده.

د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې د نړیوال جام د لومړي پړاو هغه سیالۍ پیل شوې چې پکې د سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ لوبډلې شاملې دي او د جام الف او ب ګروپونو ته د لارې موندلو په تکل دي.

د سري لنکا لوبډلې د لومړي پړاو په سیالۍ کې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د نمېبیا لوبډله بیټېنګ کولو ته ور وبلله. نمېبیا په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې. د نمېبیا له خوا یان فرېلېنک ۴۴ منډې وکړې.

د سري لنکا لوبډله د ۱۶۴ منډو هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ نه شوه او په ۱۹م اوور کې یې ټول لوبغاړي د ۱۰۸ منډو په جوړولو، وسوځېدل.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د لومړۍ لوبې نندارچیان
د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د لومړۍ لوبې نندارچیان

د سیالۍ د غوره لوبغاړې جایزه د نمېبیا یان فرېلېنک واخیسته چې د ۴۴ منډو جوړولو تر څنګ یې دوه لوبغاړي‌ هم وسوځول.

د نړیوال کپ د لومړۍ ورځې دویمه لوبه د نېدرلینډز او متحده عرب اماراتو ترمینځ وه چې نېدرلینډز وګټله. متحده عربي اماراتو په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نېدرلینډز په وروستي اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ.

د ۲۰۲۲م کال د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټرالیا کې پیل شو او د نومبر پر ۱۳مه یې پایلوبه کېږي.

د دویم پړاو لومړۍ لوبه به د اکتوبر پر ۲۲مه د اسټراليا او نيو زيلینډ ترمینځ وي.

ټاکل شوې چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر ۲۲مه له انګلینډ (انګلستان) او پاکستان یې د اکتوبر پر ۲۳مه له هند سره وکړي.

سږ کال د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په دوو پړاونو کې ټولې ۴۵ لوبې ترسره کېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.

په ب ګروپ کې پاکستان، هند، بنګلادېش او سوېلي افریقا شامل دي او دوه نورې لوبډلې به د لومړي پړاو د سیالیو تر ګټلو وروسته ورځي.

د ۲۰۲۱ز کال د کرکټ ۲۰ اووریز جام اسټرالیا ګټلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG