د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې مشران د ګیسو بحران هواري لپاره غونډه کوي


د اروپايي ټولنې مشران په برسلز کې تر ناستې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي - پخوانی انځور.
د اروپايي ټولنې مشران په برسلز کې تر ناستې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي - پخوانی انځور.

د اروپايي ټولنې مشران په برسلز کې د انرژۍ بحران د هواري په لارو چارو بحث کوي.

دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د اتحاديې مشران ورغونډېږي. ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۲۰مه د ۲۷ هېوادونو د ټولنې مشران پر خپلمینځي اختلاف سربېره د انرژۍ د بیو ټیټولو هڅې وکړي.

د ګیس یو ډول نرخ ټاکل د اتحادیې د مشرانو ترمینځ د اختلاف اساسي نکته ده او اروپايي کمېشن په خپل وروستي وړاندیز کې د ګیس د یو ډول بيې په اړه په بشپړ تفصيل ورکولو کولو کې پاتې راغلی دی.

د فرانسې او پولینډ په ګډون ۱۵ هېوادونه د یو ډول بیو د مقررولو په حق کې دي خو د جرمني او نیدرلینډز (هالیڼد) له سخت مخالفت سره مخامخ دي.

جرمني د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکی او ګیس اخیستونکی هېواد دی او نیدرلینډز په اروپا کې د ګیس د سوداګرۍ ستر مرکز دی.

ټاکل شوې چې د ټولنې مشران به د مایع طبیعي ګیس د یو متبادل نرخ او همداراز، په ګډه د ګیس اخیستو ملاتړ وکړي. دوی د کورنیو او کاروبارونو د انرژۍ د لوړو لګښتونو د کمولو لپاره پر مالي مرستو هم خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر مسکو سخت بندیزونه ولګول چې له وجې یې په اروپا د روسیې ګیس خرڅلاو د خنډونو ښکار شو. له دې پرته مسکو هم اروپايي هېوادونو ته د ګیس لېږد محدود کړی دی او له یوشمېر هېوادونو څخه یې غوښتي چې د یورو او امریکايي ډالرو په ځای دې ورڅخه په روسي روبل ګیس واخلي.

XS
SM
MD
LG