د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: انګلستان افغانستان ته او نيوزيلېنډ اسټراليا ته ماتې ورکړه


د انګلستان خلاف د بېټينګ په برخه کې افغان لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او درې لوبغاړي يې پر صفر اوټ شول ــ سېم کورېن پينځه افغان لوبغاړي وسوځول. د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۲۲مې انځور
د انګلستان خلاف د بېټينګ په برخه کې افغان لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او درې لوبغاړي يې پر صفر اوټ شول ــ سېم کورېن پينځه افغان لوبغاړي وسوځول. د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۲۲مې انځور

د ۲۰ اووریزه کرکټ نړيوال کپ پر اوومه ورځ انګلستان افغانستان ته او نيوزيلېنډ اسټراليا ته ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۲مه د اسټراليا په پرت کې په شوې سيالۍ کې افغانستان لومړی بیټېنګ وکړ او په ۲۰م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې انګلستان ټاکل شوی هدف په ۱۹م اوور کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په پينځو وېکټو يې لوبه وګټله.

تر دې وړاندې په سډني کې په شوې سيالۍ کې بيا نيوزيلېنډ لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د اسټراليا ټوله لوبډله په ۱۸م اوور کې د ۱۱۱ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده او دا ډول نيوزيلېنډ په ۸۹ منډ، لوبه وګټله.

سبا (د اکتوبر پر ۲۳مه) ايرلېنډ له سري لنکا سره د پېښور پر وخت سها نهه بجې، او پاکستان له هند سره د پېښور پر وخت د غرمې پر يوه بجه سيالي کوي.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال کپ د اکتوبر پر ۱۶مه په اسټراليا کې پيل شوی او پایلوبه به يې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

XS
SM
MD
LG