د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانګرېس غړیو پر بایډن ټینګار کړی چې د اوکراین مسله دي د خبرو له لارې هواره کړي


د کانګریس ۳۰ غړیو د اکتوبر پر ۲۴مه ولسمشر جوبایډن ته لیک لیکلی دی ــ پخوانی انځور
د کانګریس ۳۰ غړیو د اکتوبر پر ۲۴مه ولسمشر جوبایډن ته لیک لیکلی دی ــ پخوانی انځور

د امریکا د استازیو جرګې ۳۰ غړیو پر ولسمشر جو بایډن ټینګار کړی دی چې د اوکراین مسله دي د خبرو اترو له لارې هواره کړي او په دې لړ کې له نېغ په نېغه ډپلوماسۍڅخه کار واخلي.

دا غوښتنه د اکتوبر پر ۲۴مه په هغه لیک کې شوې چې د ولسمشر جوبایډن د خپل ډېموکراټ ګوند ۳۰ غړيو ورباندې لاسلیکونه کړي دي.

په لیک کې ویل شوي چې دوی په دې کې شک نه ویني چې له روسيې سره په داسې حالت کې خبرې کول مشکل دي چې هغوي پر اوکراین ناقانونه او ظالمانه یرغل کړی دی او پرېکړه یې کړې چې په ناقانونه توګه به د اوکراین نورې سیمې هم په ځان پسې وتړي.

روسیې د اوکراین پلازمېنه او نور ښارونه په نښه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

خو په لیک کې زیاته شوې چې که په داسې توګه د جګړې د پای ته رسولو څه لار وي چې اوکراین ازاد او خپلواک پاته شي نو دا د امریکا ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ذمه واري ده چې له هر هغې سفارتي لارې کار واخلي چې د اوکراین ولس ته د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو له خپل امريکايي سيال لایډ اسټن او د ناټو د درې مهمو غړو هېوادونو د دفاعي چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

روسيې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراین یرغل کړی وو چې له کبله يې له دې هېواد سره د امريکا او اروپا اړيکي لا پسې ترېنګلې شوې. روسي ځواکونو د اوکراین پر ځينو سيمو قبضه کړې او مسکو د دې هېواد څلور سيمې د تش په نوک ټولپوښتنو له لارې له ځانه سره ګډې کړې.

خو په همدې حال کې اوکراینیو ځواکونو ځوابي حملو ته دوام ورکړی او د روس پوځيان له هغو سيمو پر شا کوي چې هغوی د جګړې په لومړی مياشت کې نیولې وې.

XS
SM
MD
LG