د امریکا او چین ولسمشرانو په انډونیشیا کې د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي ۲۰) تر سرمشریزې مخکې لیدلي دي.
جو بایډن او شي جېنپېنګ د نومبر پر ۱۴مه په بالي کې د غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې په داسې حال کې لیدلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تعلقات د بل هر وخت پرتله ساړه دي.
بیجنګ او واشنګټن له تایوانه واخلې تر سوداګرۍ پورې پر یوشمېر موضوعاتو اختلافات لري.
دا په واک کې تر راتګ وروسته د بایډن او شي ترمینځ لومړۍ مخامخ لیدنه وه.
امکان دی چې د بالي پر سرمشریزه پر اوکراین د روسیې د یرغل سیوری غوړېدلی وي.