د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په سوات کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژلی دی


په سوات کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته د پېښې د ځای معاینه کوي - پخوانی انځور.
په سوات کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته د پېښې د ځای معاینه کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا په سوات کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی ویشتلی دی.

د سوات د پولیسو مشر شفیع الله د ډېسېمبر پر ۱۴مه خبریالانو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو ګل محمد په چارباغ کې له خپل کور سره نېږدې وویشت او نوموړی په هم هغه ځای کې ومړ.

بیان زیاتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې محمد چا او ولې وژلی دی خو پولیسو د پېښې په اړه پلټنې او په سیمه کې د وسلوالو د "لټون عملیات" پیل کړي دي.

پر نوموړي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو تر دې مخکې په چارباغ کې وسلوالو د امن کمېټۍ یو بل پخوانی غړی محمد شیرین هم وژلی وو. د هغه د وژنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.

تر دې یوه ورځ مخکې د سېپېټمبر پر ۱۳مه تحریک طالبان پاکستان ډلې په بره بانډې کې د امن کمېټۍ او لښکر پر مشر محمد ادریس خان د سړک غاړي بمي برید ذمه واري منلې وه. په هغه برید کې د نوموړي په ګډون اته کسان وژل شوي ول.

ادریس خان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد له لویو مبارزانو یو بلل کېده چې تر دې مخکې هم ورباندې حملې شوې وې. د سوات اوسېدونکو د نوموړي د وژنې پرضد پراخه مظاهره کړې وه او له حکومته یې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا حکومت، پولیس او د سوات انتظامیه ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او دا چې د وسلوالو ضد کاروایۍ روانې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG