د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۳۰مه ویلي چې دوی په داسې وخت کې له روسیې سره د چین پر جوړه اندېښمن دي چې روسیې پر اوکراین یرغل جاري ساتلی دی.
دا له هغې وروسته ده چې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره پر ویډیو خبرې اترې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چین ادعا کوي چې دوی بې طرفه دي خو بیا هم له روسیې سره په نژدې اړیکو کې پانګونه کوي.
ویاند زیاته کړې چې امریکا د چین کړنې له نژدې څاري.
چین تر اوسه پر اوکراین د روسيې یرغل له غندلو ډډه کړې ده خو روسیې ته د نېغ په نېغه مرستو ورکولو په اړه هم محتاط دی، هغه ځکه چې که داسې وکړي نو ښايي د لویدیځ هیوادونه پرې بندیزونه ولګوي.