جرمني او امریکا له جنګځپلي هېواد اوکراین سره د ځمکني او هوايی دفاع په چارو کې د وسایلو د مرستې ژمنه کړېده.
په دې اړه د دواړو حکومتونو یوه ګډه اعلامیه د جنوري په پنځمه، له هغې وروسته خپره شوه چې د جرمني وزیراعظم اولاف شولز او د امریکايي ولسمشر جو بایډن تر مینځ ټیلیفوني خبرې وشوې.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا غواړي اوکراین ته د براډلې په نامه هغه جنګي زغروال ګاډي ورکړي چې د جنګ په میدان کې پیاده ځواکونه له یوه ځایه بل ځای ته په خوندي ډول لېږدوي.
پر دې سربېره، جرمني به د امریکا سره په ګډه اوکراین ته د پیټریوټ هوایي دفاع نظام ورکولو پروژه کې هم شامليږي.
بایډن او شولز هم دا راز د اوکراین په ملکي بنیادي ډهانچې د روسيې د بریدونو پر ضد د هوایي دفاعي وړتیاوو لپاره اوکراین ته د لا زیاتې مرستې لپاره خپلې ژمنې تکرار کړي.