د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما وايي،د کابل په چاودنه کې د مړو شمېر لسو ته رسېدلی دی


طالبانو د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته تر برید وروسته لاره تړلې ده.
طالبانو د جنورۍ پر ۱۱مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته تر برید وروسته لاره تړلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي ویلي چې وویل چې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره په چاودنه کې د وژل شویو شمېر لسو ته لوړ شوی دی.

یوناما د جنورۍ پر ۱۴مه فرانس‌ پریس ته په یو بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر ۱۱مه شوې دې برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان شوې دي.

خو د طالبانو چارواکي بیا وايي چې په هغه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي دي. د دې ځانمرګي برید زمه واري داعش خراسان څانګې منلې وه.

XS
SM
MD
LG