د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران کې د اذربايجان پر سفارت بريد کې يو تن وژل شوی


د ايران په پلازمېنه تهران کې د اذربايجان سفارت ــ انځور له ارښیفه
د ايران په پلازمېنه تهران کې د اذربايجان سفارت ــ انځور له ارښیفه

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تهران کې د دوی د سفارت مخې ته یو تن هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول، چې نن سهار (د جنورۍ پر ۲۷مه) یوه حمله کوونکي د سفارت د ساتونکو پر پوسته بريد وکړ.

دغه وزارت د جنورۍ پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې ویلي، حمله کوونکي په دغه برید کې د امنيتي ساتندويانو مشر وژلی دی.

په دې اړه لا تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د مشال راډيو ایرانۍ څانګې "فردا" لیکلي، چې د تهران د پولیسو مشر د حمله کوونکي د نیولو خبر ورکړی دی.

فردا راډيو زياتوي، له خپرو شویو عکسونو ښکاري چې حمله کوونکی توانېدلی وو، چې سفارت ته دننه ورشي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به نور تفصيل ورکړي.

XS
SM
MD
LG