د پاکستان مسلم ليګ(ن) مرستيالې مشرې مريم نواز ویلي چې د هغې پلار او پخوانی وزیراعظم نواز شريف به ډېر زر پاکستان ته ستون شي.
په لندن کې د خواوشا څلورو مياشتو تر پاتې کېدو وروسته نوموړې د جنورۍ په ۲۸مه پاکستان ته ستنه شوه. هغې په لاهور هوايي ډګر کې له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې وويل چې د خپل پلار او مسلم ليګ (ن) رهبر نواز شريف هېواد ته د ستنېدو حتمي نېټه نه شي ښودلی خو د دې په خبره نوموړی به ډېر زر په پاکستان کې وي.
مريم نواز زياته کړه چې ټوله پاملرنه يې پر ګوند ده، د دې په خبره د ګوند تنظیمي چوکاټ به پياوړی کوي. مريم نواز له خپل پلارسره د ملاقات لپاره لندن ته تللې وه.
نواز شریف دا مهال په لندن کې دی. پر هغه د درغليو مقدمې دي او د قید سزا ورته اورول شوې ده خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خپلې درملنې لپاره کولای شي د څلورو اوونیو لپاره له ملکه بهر لاړ شي.
نواز شريف پر ځان لګيدلي د درغليو تورونه په وار وار رد کړي دي او د دې ترشا يې محرکات سياسي بللي وو.