د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ له ډېمه د ورستي ماشوم مړی را واېستل شو


د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کښتۍ د جنورۍ پر ۲۹مه ډوبه شوې وه.
د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کښتۍ د جنورۍ پر ۲۹مه ډوبه شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د کواټ له تاندا ډېمه څخه د ورستي ماشوم مړی هم را اېستل شوی دی.

په کواټ کې د مرستندویه ادارې "ریسکیو ۱۱۲۲" مشر جواد خلیلد فرورۍ پر درېمه مشال راډیو ته وویل چې په ډېم کې له ډوب شویو څخه د وروستي ماشوم مړی هم را اېستل شوی دی.

ده وویل چې اوس په دې ډېم کې د لټون عملیات پای ته رسول شوي او د مړو شمېر ۵۳ ته رسېدلی دی.

د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کښتۍ د جنورۍ پر ۲۹مه ډوبه شوې وه. په ډوبو شویو کې زیاتره د یوې دیني مدرسې هغه زده کوونکي دي چې د سېل لپاره هلته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG