د پولينډ چارواکي وايي د امريکا ولسمشر جو بایډن د سیمه ييزو مسايلو په اړه د خبرو لپاره وارسا ته ورځي.
د پولينډ بهرنۍ تګلارې سلاکار مارچین پژېدچ د فبرورۍ پر څلورمه پر ټېلېوېژن يوه مرکه کې وويل چې وار له مخه په یقیني توګه خبر دی چې ولسمشر بايډن به د ولسمشر اندژې دودا بلنې ته مثبت ځواب ووايي او پولينډ ته به ورشي.
هغه وویل، له امریکايي لوري سره يې هوکړه کړې چې د دې سفر نېټه به په ټاکلي وخت کې اعلانوي، خو ډاډ یې ورکړ چې دا به ژرترژره وي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې لیدنې لپاره چمتووالی روان دی چې "د سپینې ماڼۍ او د پولينډ دواړه تمې پوره کوي."
جو بايډن د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې هم پولينډ ته تللی وو. نوموړي هلته پر اوکراين د روسیې د حملې او روانې جګړې په اړه له پولينډیو چارواکو سره خبرې کړې وې.