په ترکيه کې افغان سفارت وايي، وروستۍ زلزلې هلته مېشتې يوشمېر افغانې کورنۍ هم اغېزمنې کړې دي.
د ترکيې په سفارت کې د افغانستان د جمهوري نظام سفير امير محمد رامين د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل، افغانو کورنيو ته د هغې زلزلې له امله د اوښتو زيانونو کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی، خو په خبره یې هغو کورنیو ته زیات زیانونه اوښتي دي.
په ورته وخت کې په ترکیه کې د افغان ځوانانو یو استازي سید حامد سادات د سې شنبې (نهې) پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې د فبرورۍ د اوومې نېټې تر سهاره د ترلاسه شویو شمېرو له مخې په هغه زلزله کې ۱۶ افغانان مړه شوي او ۱۱۶ نور ژوبل شوي دي. نوموړی وايي، ممکنه ده چې دا شمېر نور هم زیات شي.
په وروستیو یوشمېر کلونو کې زرګونه افغان کورنۍ په ترکیه کې مېشتې شوې دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته د افغانانو د ورتګ بهیر لا زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ترکيه او شام کې د فبرورۍ شپږمې زورورې زلزلې په نتيجه کې د وژل شويو شمېر تر ۸،۰۰۰ اوښتی دی او زرګونه نور ژوبل دي.
په زلزله ځپلو سيمو کې مرستندويه چارې دوام لري، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) اټکل کوي چې ممکن د ترکیې او شام د مرګونې زلزلې د وژل شويو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ ورسېږي.